اسرائیل په فلسطین کې |۴ برخه| بیت المقدس، پرون او نن
بیت المقدس، پرون او نن:
بیت المقدس د فلسطین مرکز دی. دغه ښار د مسلمانانو، یهودیانو او عیسویانو له پاره سپېڅلی او مقدس دی. بیت المقدس د تاریخ په اوږدو کي بېلابېل نومونه لرلي دي لکه: یُبوس، سهالیم، یورشالیم، اوراشالیموم، اورشلیم، ایلیا، بیت همیقداش، بیت المقدس، قدس او نور.
د تاریخي روایتونو له مخې د اورشلیم لفظ د دوو عبراني تورو «اور» او «شلیم» څخه ترکیب سوی دی، چي پوره معنی یې «د امن ورثه»( Inheritance Of Peace) ده. یهودیان وايي چي ابراهیم (ع) دا ښار «جریح» وباله، خو دا ادعا ثابته نه ده.
«ژر فورمن» د اورشلیم د ښار لومړی ودانول کنعانیانو ته منسوب کوي او وايي چي: د دې ښار باني یا مؤسس د کنعان یو شهزاده و چي د ډیري تقوا له امله یې «صالح او نېک خویه» باله. هغه په دې ښار کي یو معبد جوړ کړ او خدای ته یې وړاندې کړ او د دې ښار نوم یې د «سهالیم» څخه «اورشلیم» ته بدل کړ.
بیت المقدس پنځه زره کلن لرغونی تاریخ لري، یعني سابقه یې درې زره کاله قبل المیلاد ته رسېږي. لرغون پېژندونکي وايي چي د نن څخه اووه زره کاله مخکې (یعني په ۵۰۰۰ قبل المیلاد) کي په اورشلم کي د انساني ژوندانه نښي پیدا سوي دي. نو ځکه دا یو د نړۍ له خورا لرغونو ښارونو څخه دی. تاریخ څرګندوي چي دا ښار یهودیانو نه دی جوړ کړی، ځکه چي جوړښت یې د میلاد څخه پنځه زره کاله مخکینی دی او په شمال لویدیځه سوریه کي د اوګاریت (Ugarit) په مدنیت اړه لري. د دې ښار لومړنی نوم «اوراشالیموم» و چي معنی یې د سولې د خدای ښار دی. دا د اوګاریت د خدایانو څخه د یوه نوم و. حال دا چي یهودیان ډیر وروسته، یعني د حضرت داؤد (ع) د واک پر مهال دلته استوګن سول او د دې ښار نوم یې «اورشلیم» کړ چي یو سیاسي او مقدس ښار سو.
د بیت المقدس اسلامي تاریخ د ابراهیم (ع) څخه راپیلیږي چي د عراق څخه یې فلسطین ته هجرت وکړ او په الخلیل ښار کي یې استوګنه غوره کړه. د ده یوه زوی اسماعیل (ع) مکه ودانه کړه او د بل زوی یې یعني اسحاق (ع) زوی یعقوب (ع) بیت المقدس او مسجد اقصی ودان کړل.
د بیت المقدس د لرغوني ښار مشهور عبادت ځایونه حرم شریف او مسجدالاقصی دي چي د مسلمانانو سپېڅلي مکانونه دي. نو ځکه دغه ښار او دا وطن ټولو مسلمانانو ته اهمیت لري.
فلسطین پخوا د سوریې یوه اداري برخه وه چي «بلادِ شام» (Greater Syria) یې باله. په دې بلاد کي څلور اوسني هیوادونه شامل وو لکه سوریه، فلسطین، لبنان او اردن. دا سیمه نه یوازي د ډیرو نبیانو ټاټوبی و، بلکي د نبي آخرالزمان په حدیثونو کي هم ستایل سوی دی. د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه د شام په هکله ډیر مناقب او احادیث روایت سوي دي. د بیلګې په ډول د نبي علیه السلام دا دعا د یادولو وړ ده چي فرمايي: اللہم بارک لنا فی شامنا «یا اللّٰه! زموږ په شام کي برکت واچوه» (صحیح بخاري: ۹۹۰).
د اسلامي نړۍ او نورو ادیانو تر منځ بلې هیڅ مسألې د فلسطین غوندي لوی اهمیت نه دی درلودلی. د مسلمانانو له پاره دا اهمیت هلته د سپېڅلو ځایونو شتون دی. د بیت المقدس مسجد الاقصی د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده. رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د معراج په شپه د مکې مکرمې څخه د همدې ښار «مسجد اقصی» ته ورغی او له همدې ځایه په اسمانونو کي د اللّٰه تعالی حضور ته ولاړ. د قرآن کريم د الاسراء (بني اسرائیل) سورت لومړنی آیت همدې موضوع ته اشاره لري.
مهمه باریکي دا ده چي مکه مکرمه او مدینه منوره یوازي د مسلمانانو له پاره مقدس او متبرک ښارونه دي، خو بیت المقدس د مسلمانانو څخه علاوه د یهودیانو او عیسویانو له پاره هم سپېڅلی دی. نو ځکه دا ډیره مهمه خبره ده.
په جرأت سره ویلی سو چي فلسطین، خصوصاً د اورشلم ښار د نړۍ په تاریخ کي تر ټولو ډېر د جګړو، حملو او ورانېدو سره مخامخ سوی دی. یا دا چي تل د جنجالونو، بحرانونو او زیانونو په غېږ ورغلی دی. اورشلم یا بیت المقدس د یهودیانو «موعود ټاټوبی»، د مسلمانانو «لومړنۍ قبله» او د عیسویانو «تر ټولو مقدس محل» ګڼل کیږي. دا داسي مکان دی چي د درو واړو ابراهیمي دینونو لکه یهودیت، عیسویت او اسلام پیروان د هغه د لرلو له پاره تل په ډغرو او شخړو کي سره لوېدلي دي او هر یو یې د مالکیت ادعا کوي.
اورشلم د نړۍ تر ټولو پخوانی ښار دی چي څه باندي پنځوس واره د برید او یرغل سره مخامخ سوی دی. دا ښار لږ تر لږه دوه ځله لوټي لوټي او د خاورو سره برابر سوی دی خو وروسته بیرته ودان سوی دی.
د فلسطین او بیت المقدس مسأله د لویدیځ او اسلامي نړۍ تر منځ د نننیو ډېرو مسألو او کشالو له منځه د «ام المسایل» درجه لري. د شلمي او یویشتمې پېړۍ د ډېرو لاینحله منازعو او کشالو ریښه تر ډېره د همدې فلسطین او بیت المقدس سره تړلې ده، که هغه په آسیا کي دي یا په افریقا کې.
فلسطین په عام ډول او بیت المقدس (اورشلم یا ایلیا) په خاص ډول د نړۍ په سیاسي او ټولنیز تاریخ کي تر ټولو ډېر د توجه وړ ګرځېدلی دی. فلسطین، په تېره بیا بیت المقدس یا اورشلم په لرغونې زمانه کې، په منځنیو پیړیو کي او په معاصر وخت کي د خبرونو سرټکی پاته سوی دی. د نړۍ بېلابېل هیوادونه او ځواکونه یې په دوستۍ یا دښمنۍ کې راجلب کړي یا بوخت کړي دي. نو ځکه داسي ښکاري چي تر څو د دې هیواد خورا اوږده ستونزه په عادلانه ډول حل نسي، نړۍ به له ثبات، امنیت او سوکالۍ څخه لیرې وي. خو که یې معضله نوره هم ورانه سي، نو ښايي درېیم نړیوال جنګ له همدې ځایه پیل سي، چي هغه به له شکه پرته د دنیا پای وي.